په سوېلي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر کاروان وسلوال برید کې لس پوځيان وژل شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۱ تله، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، د خېبرپښتونخوا په سوېلي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ پر کاروان وسلوال برید شوی دی.

د العربیه د راپور پر بنسټ، په دغه برید کې لږ تر لږه لس پاکستاني سرتېري وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي، وسلوالو د پوځ پر کاروان هغه مهال ډزې وکړې، چې د پوځ موټرونه له سیمې تېرېدل. وروسته بریدګرو د درنو وسلو په وسیله هم پوځیان په نښه کړل.

تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسؤولیت نه‌دی منلی، خو سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې له برید وروسته پوځ سیمه کلابنده کړې او د پلټنو عملیات یې پيل کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button