کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ تله، ۱۴۰۴ل)
د فلسطین د اسلامي جهاد د نظامي څانګې «سرایا القدس» نوې ویاند “ابوحمزه” ویلي، چې غورځنګ یې د اوربند تړون ته بشپړ پابند دی؛ خو هېڅکله به خپلې وسلې پر ځمکه کېنږدي.
نوموړي د “المیادین” تلویزیوني شبکې له لارې په خپرې کړي ۱۵ دقیقه ییزې ویډویي وینا کې ویلي، چې دا جګړه پر دوی تحمیل شوې وه او د د دوی ګډون پکې د اشغالګرو د پرلهپسې جنایاتو پر وړاندې غبرګون و.
هغه زیاته کړه چې دا جګړه د دښمن له خوا د غزې د خلکو د نسل وژنې لپاره د امریکا په ملاتړ پیل شوې وه.
ابوحمزه وویل، «سرایة القدس» د طوفان الاقصی جګړې مهمه برخه ده او له لبنان، یمن او ایران څخه د مومنانو د یوې ډلې په ملاتړ یې له دښمن سره مقابله وکړه.
د نوموړي په وینا، په جګړه کې د جهاد اسلامي سلګونه جنګیالي، قوماندانان او مسؤلان شهیدان شوي، چې د سرایة القدس د نظامي شورا څو غړي هم پکې شامل دي. هغه وویل، پخوانی ویاند “ناجي ماهر ابو سیف” هم د شهیدانو له ډلې دی.
ابوحمزه ټینګار وکړ، «موږ به د خپل وطن د آزادۍ لپاره جګړه ته دوام ورکوو، که دا جګړه کلونه هم وغځېږي. وسلې مو پر ځمکه نه ږدو او د مقاومت له ټولو ډلو سره به خپلې اړیکې لا پیاوړې کوو.»
نوموړي زیاته کړه چې د سرایة القدس او القسام تر منځ اړیکې هېڅکله نه دي پرې شوې او دوی د اوربند تړون ته د دښمن پابندي له نږدې څاري.


















