کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ تله، ۱۴۰۴ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسيې پر دوو سترو تېلکمپنیو بندیزونه لګولي دي. هغه ویلي، هیله لري چې دغه بندیزونه به د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین دې ته اړ کړي چې «معقول دریځ» غوره کړي.
ټرمپ دا څرګندونې د ناټو د سرمنشي سره د لیدنې پر مهال کړي دي.
نوموړي ویلي، د روسیې او اوکراین جګړه هره اوونۍ زرګونه انسانان وژني او امریکا غواړي دا جګړه ژر پای ته ورسېږي.
د هغه په وینا، اوس د روس پر وړاندې د بندیزونو لګولو مناسب وخت دی او دا اقدام به د مسکو پر سیاستونو اغېز ولري.
ټرمپ زیاته کړې، چې پوتین سره یې تل خبرې مثبتې وي خو پایله نه لري.
هغه ویلي، له پوتین سره وروستۍ ناسته یې ځکه لغوه کړه چې “مناسبه” نهوه.
نوموړي دا ادعا هم کړې، چې هند له روسه د تېلو نهپېرلو ژمنه کړې، او د جنوبي کوریا د سفر پر مهال به د چین له ولسمشر سره هم وګوري.


















