کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ تله، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سید بدرالدین عبدالملک حوثي” ویلي، چې د مقاومت د غوښتنې له مخې یې پر صهیونیستي ريژیم بریدونه درولي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې یمن د غزې د خلکو له قربانۍ، صبر او مقاومت سره ولاړ دی او د فلسطین د ازادۍ تر وخته به خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.
حوثي څرګنده کړه: «موږ د مقاومت د مشرانو غوښتنې ته د درناوي په توګه د خپلو بریدونو موقتي درول ومنل؛ خو که اشغالګر د اوربند تړون مات کړي، نو زموږ بریدونه به په لا سخت شدت سره یوځل بیا پیل شي.»
هغه ټینګار وکړ، چې د یمن د وسلوالو ځواکونو وړتیاوې بشپړې خوندي دي، د سمندر او هوا له لارې د هر ډول عملیاتو توان لري او هر وخت د فلسطین د ملاتړ لپاره چمتو دی.


















