کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ تله، ۱۴۰۴ل)
حماس اسلامي غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د حزبالله او د یمن د انصارالله خوځښت ملاتړ او همکاري د فلسطین د مقاومت لپاره تاریخي او نه هېریدونکې ده.
اعلامیه کې راغلي: چې د دغو مقاومتپالو خوځښتونو دریځونه د امت د یووالي، عزت او ازادۍ څرګندونه کوي.
د حماس په وینا، د لبنان او یمن ملاتړ د فلسطین د ازادۍ مبارزې ته نوی قوت ورکړی او دا ګډ دریځ د صهیونیستي دښمن د ناکامۍ نښه ده.
غورځنګ ټینګار کړی، چې د امت د ټولو آزادو زامنو ګډ مقاومت به تر هغې دوام وکړي، څو د فلسطین مبارکه ځمکه له اشغال څخه په بشپړه توګه خلاصه شي.


















