کابل ټکی کام (جمعه، ۲ لړم، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيح الله مجاهد وايي، د اسلامي امارت له لوري له پاکستاني اړخ سره د څو ورځې وړاندې د دوحې د توافقنامې د تعقيب په موخه يو رسمي پلاوي ترکيې ته سفر کړی دی.
ښاغلي مجاهد په خپل ایکس (پخوانی ټويټر) حساب کې ليکلي، چې دغه پلاوی د کورنيو چارو وزارت د مرستيال حاجي نجیب په مشرۍ ترکيې ته تللی او تمه ده، چې هلته د پاتې موضوعاتو او عملي چارو په اړه مفصل بحثونه وشي.
ياده دې وي، چې څو ورځې وړاندې د افغانستان او پاکستان استازو په قطر کې د اوربند په اړه يو تفاهم ته رسېدلي وو، چې له مخې يې دواړه خواوې د ډيورنډ پر کرښه تاوتريخوالي د کمولو او د ګډو امنيتي همغږيو د پياوړتيا ژمنه کړې وه.


















