د سوداګرۍ وزیر د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان د تېل او ګاز په ۳۰م نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۳۱ تله، ۱۴۰۴ل)

د افغانستان د اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر مولوي نورالدین عزیزي د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان د حکومت پر بلنه په عشق‌آباد کې د تېل او ګاز په دېرشم نړیوال نندارتون او کنفرانس کې ګډون کړی دی.

دا نندارتون د بېلابېلو هېوادونو د چارواکو، متخصصینو او نړیوالو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شو، چې موخه یې د اقتصادي همکاریو او انرژۍ د پراختیا پیاوړتیا ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عزیزي د نندارتون په څنډه کې د ترکمنستان د وزیرانو د کابینې له مرستیال بایمراد انامادوف او د انرژۍ، صنعت او ودانیزو چارو له مرستیال وزیر سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د ټاپي پروژې ستراتیژیک اهمیت وستایه او د دویم پړاو پرمختګ یې د سیمې د اقتصادي ودې لپاره یو مهم ګام وباله.

مولوي عزیزي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د دوه‌اړخیزو اقتصادي همکاریو د پراختیا ملاتړ کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي همدارنګه په ترکمنستان کې د افغان سوداګرو د ستونزو د حل غوښتنه هم مطرح کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button