کابل ټکی کام (شنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۴ل)
په باکو کې د افغانستان سفیر ډاکټر محمد فیصل د اذربایجان د نفت او ګازو دولتي شرکت له مرستیال کنعان نجفوف سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د تېلو او نفتي محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي او د ترانسپورت د ستونزو د حل پر مهموالي خبرې کړي دي.
د افغانستان سفارت ویلي، ښاغلي نجفوف د افغانستان سره د همکارۍ د پراخېدو ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی چې دواړه هېوادونه په ګډه کار کوي ترڅو د سوداګرۍ فرصتونه لا زیات شي.
نجفوف همدارنګه هیله څرګنده کړې چې ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي څو د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ او ترانسپورت اړوند مسایل له نېږدې وڅېړي او د عملي همکاریو د پیل زمینه برابره کړي.


















