خلیل الحیه: د اشغال تر ختمېدو پورې د وسلو ساتلو حق لرو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۴۰۴ل)

د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر مشر “دکتور خلیل الحیه” ویلي، چې د اشغال تر بشپړ ختمېدو پورې د وسلې ساتلو حق لرو.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې فلسطینیان د اشغال لاندې ژوند کوي او د نړيوالو قوانینو له مخې د مقاومت حق لري.

هغه ټینګار کړی، چې د مقاومت وسله د اشغال د شتون پورې تړلې ده او که پراخ بنسټه فلسطیني دولت جوړ شي وسله او ځواکونه به یې د دولت د جوړښت برخه وګرځي.

الحیه زیاته کړې، چې د فلسطین دننه ملي بحثونه روان دي څو د فلسطیني ولس د حقونو د خونديتوب او د اوربند د دوام لپاره ګډه تګلاره جوړه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button