افغان او ازبک چارواکو د سوداګرۍ، ویزو اسانتیا او سرحدي امنیت پر پیاوړتیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ لړم، ۱۴۰۴ل)
د بلخ والي محمد یوسف وفا د ازبکستان په رسمي بلنه د یو پلاوي په مشرۍ د دغه هېواد ترمذ ښار ته سفر کړی او هلته یې د سرخاندریا ولایت له والي قاسیموف اوغلبیک او یو شمېر نورو چارواکو سره کتلي دي.
په دغه غونډه کې د دواړو لوریو ترمنځ د سوداګریزو، علمي، فرهنګي، کرنیزو او امنیتي اړیکو د پیاوړتیا تر څنګ، افغان سوداګرو او صنعتکارانو ته د ویزو په اسانتیا، د صادراتو او وارداتو د زیاتېدو، د هوايي او رېل پټلۍ د لارې د ترانزیټ پراختیا او د سرحدي امنیت پر ټینګښت خبرې شوې دي.
محمد یوسف وفا د خبرو پر مهال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د متقابلو اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او له ازبکستاني علماوو او فرهنګي شخصیتونو یې وغوښتل چې د بلخ ولایت د علمي او فرهنګي مرکزونو د لیدنې لپاره افغانستان ته سفر وکړي.



