افغان سفیر: د پاکستان د لارو تړل افغان کډوال له ستونزو سره مخ کړي، لس زره کډوال نیول شوي، لارې دې ژر خلاصې شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۴ل)
د پاکستان په اسلام آباد کې افغان سفير سردار احمد شکېب ویلي، د پاکستان له خوا د لارو تړل د افغان کډوالو تګ راتګ، سوداګري او ټرانزیټ په بشپړه توګه بند کړی دی. او دغه راز تر اوسه نږدې لس زره کډوال د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د پولیسو لهخوا نیول شوي او زرګونه نور د لارې تړل کېدو له وېرې بند پاتې دي.
ښاغلي شکېب د پاکستان له حکومته غوښتي چې د تورخم، چمن، سپین بولدک، انګور اډې او غلام خان لارې ژر تر ژره بېرته پرانیزي.
اوس مهال د لارې تړل کېدو له امله لسګونه کورنۍ د کوزې پښتونخوا په جمرود سیمه کې په لنډمهالي پنډغالي کې مېشتې دي، چې هلته هېڅ ډول اسانتیاوې نه دي برابرې.
له بلې خوا د افغانستان د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي دفتر ویلي، ټاکل شوې چې پاکستانی لوری ډير ژر یوازې د راستنېدونکو کډوالو پرمخ تورخم لار پرانیزي.



