مادورو: امریکا د وینزویلا پر ضد د جګړې هڅه کوي؛ وينزویلا له روسیې، چین او ایران پوځي ملاتړ غوښتی

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۴ل)
د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي، چې متحده ایالاتو هڅه کړې د ده پر هېواد جګړه وتپي، کودتا تنظیم کړي او د وینزویلا د نفتو او ګازو پراخې زېرمې غلا کړي.
هغه ټینګار کړی، که وينزویلا د طبیعي زېرمو، سرو زرو، اوبو او حاصلخېزو ځمکو له نعمتونو برخمنه نه وای، هېچا به نه پرې د حملې پلانولو هڅه کړې وای او نه به يې پرې حمله کړې وه.
په همدې حال کې، د امریکا سمندري ځواک د “USS Iwo Jima” په نوم د یوې سترې جنګي بېړۍ او د هغې سره مل کښتیو د ځای پر ځای کېدو راپور ورکړی، چې له وينزویلا سره نږدې، د “لا اورشیلا” ټاپو له ۲۰۰ کیلومترۍ دننه موقعیت لري. دا اقدام د احتمالي پوځي عملیاتو د چمتووالي برخه بلل کېږي.
نړیوالو سرچینو راپور ورکړی، چې ولسمشر مادورو له روسیې، چین او ایران څخه د سمدستي پوځي ملاتړ غوښتنه کړې ده.
دغه غوښتنه وروسته له هغې شوې، چې پر دغه هېواد د امریکا فشارونه، د مخدره موادو د قاچاق تورونه او د کورنیو سیاسي ترینګلتیاوو کچه لوړه شوې ده.



