د درې اوونیو بندېدو وروسته د تورخم دروازه د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره بېرته پرانیستل شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۴ل)

په تورخم کې يوې مسؤولې سرچینو کابل ټکی کام ته تأیید کړه، چې نن سهار (شنبه، د لړم ۱۰مه) د تورخم دروازه له نږدې درې اوونیو بندېدو وروسته یوازې د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره پرانیستل شوې، چې په پاکستان کې ایسار پاتې وو. او دا دروازه لا هم د سوداګرۍ او د دواړو لورو د تګ راتګ لپاره تړلې ده.
د تورخم له سیمې ځايي سرچینې وایي، سلګونه افغان کډوال د دروازې سیمې ته رسېدلي او پاکستاني چارواکو د هغوی د بېرته ستنېدو رسمي چارې پیل کړې دي.
د راپورونو له مخې، د تېرې درې اوونۍ راهیسې د خیبر پښتونخوا د جمرود په سیمه کې شاوخوا ۴۰۰ موټر د کډوالو له کورنیو سره بند پاتې وو، چې له سختې یخنۍ، د اوبو، خوړو او درملو له کموالي ستونزو سره مخ و.
افغان چارواکو ویلي، چې د کډوالو د ستنېدو د اسانولو او د هغوی د بشري وضعیت د ښه‌والي لپاره هڅې روانې دي.
د تورخم دروازه نږدې درې اوونۍ وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شویو سرحدي ترینګلتیاوو له امله د پاکستاني لوري له خوا تړل شوې وه.

مربوطه مطالب

Back to top button