د عدلیې وزارت: په درې کلونو کې د نهو ښارګوټو ملکیت تثبیت او له غاصبینو څخه میلیونونه جریبه دولتي ځمکه بېرته ترلاسه شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ویلي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون د محاکمو د شرعي پرېکړو له مخې په تېرو درې کلونو کې د هېواد په کچه د نهو استوګنیزو ښارګوټو قانوني مالکیت تثبیت کړی دی.
د یاد وزارت په وینا، دغه ښارګوټي چې له پنځوس زره جریبه زیاته ځمکه نیسي، د کابل، بلخ، غزني او ننګرهار په ولایتونو کې موقعیت لري، او پکې د ملا ترهخیل، سردار محمد داوود خان، ملا عزت، خالد بن ولید، حکیم سنایي، نوآباد، حاجي قدیر او اسحاق ګیلاني ښارګوټي شامل دي.
وزارت عدلیه زیاته کړې، تر دې دمه له غاصبینو څخه له څلورو میلیونو جریبه زیاته دولتي ځمکه بېرته ترلاسه شوې، او د زرګونو نورو جریبو د بېرته ستنېدو چارې لا هم روانې دي.



