صهيونيستي ځواکونه: د حماس له لوري سپارل شوي ۳ جسدونه د برمته شویو نه دي

اسرائيلي پوځ اعلان کړی چې هغه درې جسدونه چې د سره صلیب له لارې له غزې ترلاسه شوي، د برمته شویو کسانو نه دي. د پوځ د معلوماتو له مخې، عدلي معایناتو ثابته کړه چې دغه جسدونه د هغو برمته شویو کسانو له ډلې نه دي چې د اوربند له موافقې سره سم د هغوی د پاتې شونو د سپارلو تمه کېده. یاد اوربند د امریکا په منځګړیتوب ترسره شوی دی.
اسرائيلي رسنۍ وايي، حکومت باور لري چې حماس د برمته شویو کسانو جسدونه د فشار او معاملې وسیله ګرځوي او دوی يې پر وړاندې د امریکا سره ګډ ګامونه ارزوي.
په ورته وخت کې، اسرائيلي پوځ په خان یونس کې هوايي برید کړی او د غزې ښار ختیځ کې د استوګنیزو ودانیو د نړولو عملیات روان دي. بايد وويل شي چې د مصر په شرمشيخ کې شوي اوربند څخه وروسته صهيونيستي رژيم په مکرر ډول د اوربند څخه سرغړونې کړي.



