ذبيح الله مجاهد: که پاکستان غواړي، کډوال ورسپارو؛ خو پاکستاني لوری يې نه مني

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د ترکیې د وروستیو خبرو اترو پر مهال افغان پلاوي پاکستاني لوري ته وړاندیز وکړ چې که پاکستان د خپلو کډوالو له حضور څخه اندېښنه لري، اسلامي امارت د هغوی د سپارلو لپاره تیار دی، خو پاکستاني پلاوي دغه وړاندیز په ښکاره توګه رد کړ.
مجاهد زیاتوي چې اسلامي امارت په افغانستان کې هېڅ بهرني یا کورني کډوال ته د وسلې ګرځولو اجازه نه ورکوي.
د نوموړي په وینا، که پاکستان د خپلو کډوالو په منځ کې پر چا د ګواښ شک لري، کولای شي معلومات یې له اسلامي امارت سره شریک کړي، او اسلامي امارت ژمن دی چې د هر ډول احتمالي ګواښ مخه ونیسي.



