د سوډان جګړه؛ د چټک غبرګون ځواکونو د پلازمینې خرطوم ځینې سیمې نیولي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۴ل)
راپورونه وایي، چې د سوډان په پلازمینه خرطوم کې د چټک غبرګون ځواکونو او حکومتي پوځ ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.
د العربیه تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، د چټک غبرګون ځواکونه ادعا کوي چې د پلازمینې ځینې مهمې سیمې او پوځي پوستې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.
بل لور ته د سوډان حکومتي پوځ دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې پوځ لا هم د پلازمینې ستراتیژیکې سیمې تر خپل واک لاندې لري.
د جګړې له امله د خرطوم ډېری برخو کې د درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي او د سلګونو ملکيانو د وژل کېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د سوډان جګړه تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې روانه ده، چې زرګونه کسان یې وژلي او میلیونونه نور یې بېکوره کړي دي.



