عبدالملک حوثي: د غزې اوربند له نږدې څارو که صهیونیستي لوري نقض کړ بریدونو ته چمتو یو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۴ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ مشر “سیدعبدالملک بدرالدین حوثي ویلي، چې د غزې اوربند له نږدې څاري او که صهیونیستي رژیم بیا ځلي دغه تړون نقض کړي، نو د مقاومت په غوښتنه یمني ځواکونه بریدونو ته چمتو دي.
هغه زیاته کړې، چې یمن به د فلسطین د ولس ملاتړ ته دوام ورکړي، او د هر هغه ګام پر وړاندې به اقدام وکړي چې د اشغالګر رژیم له لوري د اوربند د تخریب سبب ګرځي.
حوثي همداراز ټینګار کړی، چې د فلسطین قضیه د امت ګډ مسوولیت دی او د هر ډول صهیونیستي تېري پر وړاندې د مقاومت واحد صف ته اړتیا ده.



