کابل کې د برېښنايي قبالو د ورکړې لړۍ رسماً پیل شوه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۴ل)
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست ويلي، چې د کابل ولایت د اراضۍ په ریاست کې د برېښنايي قبالو د وېش چارې په رسمي توګه پیل شوې دي.
د استملاک او بیا مېشتېدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري د پرانیستې پر مهال وویل، چې د برېښنايي قبالو دا لړۍ د هېوادوالو د ملکیتونو د خوندیتوب او د فساد د مخنيوي په برخه کې مهم ګام دی. نوموړي زياته کړه، چې دا پروسه د ځينو تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلې وه، خو اوس بېرته فعاله شوې ده.
مسؤلینو ټينګار وکړ، چې له دې وروسته به د هېواد د اراضۍ ادارې د قبالو ټول اسناد په برېښنايي بڼه ثبت او وېشل کېږي.



