اسرائيلي پوځ کې د ځانوژنې پيښې زياتې شوي؛ ۱۸ مياشتو کې ۲۷۹ تنو د ځانوژنې هڅې کړي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۴ل)
د اسرائيلو رسمي معلومات ښيي، چې د تېرو ۱۸ مياشتو په موده کې د دغه هېواد د پوځ په ليکو کې ۲۷۹ د ځانوژنې هڅې شوې دي. د راپور له مخې، په همدې موده کې ۳۶ اسرائيلي سرتېرو خپل ژوند هم پای ته رسولی دی.
د اسرائيلي پارلمان د څېړنو او معلوماتو مرکز په يوه تازه راپور کې ويل شوي، چې د ۲۰۲۴ د جنورۍ څخه تر ۲۰۲۵ د جولای پورې د پوځ دننه د ځانوژنې پېښې په بېساري ډول زياتې شوې دي. دا راپور د پارلمان د غړي «عوفر کاسيف» په غوښتنه جوړ شوی او د هآرټس ورځپاڼې په وينا، د تېر کال پرتله سږ کال د دغو پېښو کچه لوړه شوې ده.
راپور زياتوي، چې د پوځ له ۸۰ زرو زيات سرتېري دا مهال د رواني درملنې لاندې دي، چې ډېری يې د غزې وروستۍ جګړې برخهوال پاتې شوي دي. د اسرائيلي پارلمان غړي اندېښنه ښيي، چې د جګړې د دوام له امله ښايي دا هڅې لا زياتې شي.



