د کور او ښار جوړولو وزارت په اروزګان او ننګرهار کې د کډوالو ښارګوټو طرحه منظور کړه 

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۴ل)

د کور او ښار جوړولو وزارت د اروزګان او ننګرهار ولایتونو د کډوالو ښارګوټو تفصیلي طرحه منظور کړه.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د اروزګان ښارګوټی به پر ۲۳۹۵ جریب ځمکه جوړ شي چې ۱۷۴۰ استوګنیزې نومرې به ولري، او د بېرته راستانه شوو او بې‌ځایه شوو کورنیو لپاره به د استوګنې مناسب ځای برابر کړي.

همدارنګه، د ننګرهار د کډوالو ښارګوټی به پر ۵۰۰ جریب ځمکه جوړېږي او ۵۰۰ استوګنیزې نومرې به ولري.

د کور او ښار جوړولو وزارت وایي، په دواړو ښارګوټو کې د سړکونو شبکه، برېښنا، اوبه، ښوونیز او روغتیایي خدمتونه په معیاري ډول په پام کې نیول شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button