تېره ورځ له بېلابېلو لارو له ۱۶ زرو زیات افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د دوشنبې ورځې راپور کې ويلي، چې د هېواد له بېلابېلو پولو څخه ۲۹۶۳ کورنۍ، چې ټولیز شمېر یې ۱۶۲۴۳ تنه کېږي، په اجباري توګه د سپین بولدک، تورخم، بهرامچې، اسلامکلا او ورېښمو له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په دغه موده کې ۲۱۶۱ کورنۍ، چې ۱۱۷۷۲ تنه کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او نږدې ۱۸۸۲ کورنیو ته نغدي مرستې ورکړل شوې دي.
همدارنګه، له راستانه شویو مهاجرینو سره د ترانسپورټ، روغتیا، مخابراتو او نورو بنسټیزو خدمتونو په برخو کې مرسته شوې ده.
په راپور کې راغلي چې د راستانه شویو مهاجرینو لپاره نږدې درې زره سیمکارتونه، زرګونه خوراکي توکي، او میلیونونه افغانۍ د ترانسپورټ او کرایې په برخه کې لګول شوي دي.



