د کډوالو وزارت له دوو موسسو سره د شاوخوا ۱۸ میلیونه افغانیو د مرستې هوکړهلیکونه لاسلیک کړل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۴ل)
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له «بشري صلح سازان افغانستان» او «د افغانستان پیاوړتیا او اقلیم د نوښت» موسسو سره د نږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د مهاجرينو وزارت وځيي، دغه هوکړهلیکونه د بېځایه شویو او راستنو شویو کورنیو د ملاتړ او اسانتیاوو د برابرولو په موخه لاسلیک شوي دي.
د هوکړې له مخې، د «بشري صلح سازان افغانستان» موسسه به د ۱۷ میلیونه او ۷ زره افغانۍ په ارزښت د کابل، لوګر، کاپیسا، پکتیا، خوست، غزني، کونړ، نورستان، ننګرهار، لغمان، دایکندي، بامیان او پروان ولایتونو په ۴ زره او ۵۶ کورنیو د زدهکړو، وسایلو او نغدو مرستو لړۍ پرمخ وړي.
همدارنګه، د «افغانستان پیاوړتیا او اقلیم د نوښت» موسسه به د ۷ زره او ۲۵۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د ننګرهار په ولایت کې پر ۲۰۰ بېځایه شویو کورنیو د خوړو توکي ووېشي. د وزارت د چارواکو په وینا، دا مرستې د اړمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په هدف ترسره کېږي.



