بهرنيو چارو وزارت: د امير خان متقي او اسحاق ډار ترمنځ شپږ ځلې د تماس ادعا بېاساسه ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هغه څرګندونې ناسمې بللې دي، چې ګواکې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له نوموړي سره په یوه ورځ کې شپږ ځله ټیلیفوني اړیکه نیولې ده.
دغه وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دواړو لوریو لومړۍ اړیکه د متقابل تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې شوې وه، چې په ترڅ کې ښاغلي ډار د وضعیت له جزئیاتو ناخبري څرګنده کړې وه او ویلي یې وو، له بشپړې خبرتیا وروسته به اړیکه نیسي. د وزارت په خبره، دوهم تماس هم وروسته ترسره شوی، خو درېیم ځل د بېلابېلو علتونو له امله عملي شوی نهدی.
بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د هېوادونو اړیکې باید د متقابل احترام او پر واقعیتونو ولاړ تعامل پر بنسټ وي، او دا ډول ناسمې څرګندونې د دواړو هېوادونو د متقابل درناوي او دیپلوماتیکو اصولو خلاف دي.
وزارت زیاته کړې، اسلامي امارت تل هڅه کړې له ګاونډیو هېوادونو سره پر تفاهم او درناوي ولاړې اړیکې وساتي.



