د امریکا په کنتاکي ایالت کې د بار وړونکې الوتکې د سقوط له امله ۳ تنه مړه او ۱۱ ټپیان شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۴ل)
د امریکا د کنتاکي ایالت چارواکي وايي، د «یوپياېس» (UPS) بار وړونکې يوه الوتکه د لويفیل ښار له نړیوال هوايي ډګر څخه د هاوایي پر لور د الوت پر مهال رانسکوره شوې ده.
د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې لږ تر لږه درې تنه مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د کنتاکي والي، اېنډي بشیر، ویلي چې د پېښې د قربانیانو شمېر ښايي زیات شي، ځکه ځینې ټپیان په ډېر خراب حالت کې د سیمې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
نوموړي ویلي: «تر اوسه درې مړي ثبت شوي، خو دا شمېر زیاتېدلی شي، ځکه څو کسان په جدي توګه ټپیان دي.»
چارواکي د الوتکې د سقوط د لامل د معلومولو لپاره پلټنې پیل کړي دي. د پېښې ځای ته د بېړنیو مرستو ډلې رسېدلې او د مړو او ټپیانو د پېژندنې بهیر روان دی.



