اسلامي امارت د جمعیت علما اسلام د غړي د شهادت له امله خواشیني څرګنده کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد د پاکستان د جمعیت علما اسلام د مخکښ غړي حافظ عبدالسلام عارف د بېرحمانه شهادت په تړاو خواشیني څرګنده کړې ده.
ښاغلي مجاهد پر خپله رسمي اېکسپاڼه لیکلي، چې اسلامي امارت د حافظ عبدالسلام شهادت ژوره غمرازي څرګندوي او د هغه کورنۍ، ګوند او ټول پاکستاني ملت ته تعزیت وړاندې کوي.
یاده پېښه تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په چارسده ولسوالۍ کې شوې وه، چې پکې مولانا حافظ عبدالسلام عارف، د ابو بکر صدیق مدرسې مشر او د جمعیت علما اسلام د ولایتي شورا غړی، د ناپېژاندو وسلهوالو لخوا په ډزو سره په شهادت ورسېد.



