عبدالملک حوثي: د سوډان روانه جګړه کې صهیونيستي رژیم لاس لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۴ل)

د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ بنسټګر مشر “سید عبدالملک بدرالدین الحوثي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په سوډان کې روانه جګړه د صهیونيستي رژیم لخوا پرمخ وړل کیږي. هغه زیاته کړې چې د جټک ملاتړ ملیشې د سوډان په ګډون د سیمې د بې ثباتۍ لپاره کار کوي.

ښاغلي الحوثي د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په دې اړوند بې تفاوتي ونه کړي او د سوډان د خلکو د حقونو لپاره جدي اقدام وکړي.

حوثي ټینګار کړی، چې یمني ځواکونه او د مقاومت محور لا هم د فلسطین او د ټولې اسلامي نړۍ د ساتنې لپاره هوډمن دي.

مربوطه مطالب

Back to top button