د مهاجرینو کمېسیون: تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو څخه نږدې دوه زره افغان کورنۍ بېرته راستنې شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۴ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، چې د سې شنبې په ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو نږدې (۱۹۸۴) کورنۍ، چې د غړو شمېر یې له لس زرو څخه زیات دی، په اجباري ډول افغانستان ته راستنې شوې دي.
د راپور له مخې، د سپین بولدک، تورخم، بهرامچې، اسلام کلا او ورېښمو له لارو راستانه شویو کورنیو ته د ثبت او لېږد ترڅنګ نغدې مرستې، د تګ کرایه، خوراکي توکي، روغتیايي اسانتیاوې او وړیا مخابراتي سیمکارتونه ورکړل شوي دي. یوازې د سپین بولدک له لارې له پنځه زره څخه زیاتو کسانو ته د ۶.۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د ترانسپورټ مرسته شوې ده.
د کمېسیون په وینا، تېره ورځ ټولیزه توګه له (۲۵۸۲) کورنیو سره نغدې مرستې شوې، (۳۰۲۶) عدده سیمکارتونه وېشل شوي او له (۱۶ زرو) زیاتو مهاجرینو ته د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د تګ اسانتیا برابره شوې ده.



