زلمی خلیلزاد: هیلهمن یم چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به د سولې هوکړه وشي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۴ل)
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي “زلمي خلیلزاد” ویلي، چې هیله لري د منځګړیتوب له لارې به د افغانستان او پاکستان ترمنځ یو توافق رامنځته شي او جګړې ته د بېرته ستنېدو مخه به ونیول شي.
خلیلزاد د ترکیې د هڅو هرکلی کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوکړې د منځګړیتوب او جګړې ته د بېرته تګ د مخنیوي لپاره یې کوي.



