د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره په چابهار کې د استازولۍ پر پرانېستلو او ګډ بانک پر جوړېدو خبرې شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹لړم، ۱۴۰۴ل)

په تهران کې د افغانستان وايي، چې د سفارت سرپرست مولوي فضل‌محمد حقاني د ایران د چابهار د آزادې اقتصادي سیمې له عمومي مدیر ډاکتر محمدسعید اربابي سره د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په تړاو خبرې کړې دي.

د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې په چابهار بندر کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د استازولۍ د دفتر د پرانېستلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ بانک د جوړېدو په اړه بحث شوی، څو د مالي راکړې ورکړې بهیر اسانه او شفاف شي.

دغو چارواکو همدارنګه د افغان پانګه‌والو لپاره د اوږدمهاله ځمکې د ورکړې، د چابهار ـ میلک د پټلۍ د کار د بشپړولو او افغان سوداګرو ته د اوږدمهاله استوګنې اسنادو د ورکولو په اړه هم خبرې کړې دي.

د دواړو لورو ټینګار دا و، چې دا ګامونه به د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button