ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره لیدنه کوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ لړم، ۱۴۰۴ل)

د سوریې ولسمشر احمد الشرع نن دوشنبه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې داسې ناسته لري چې د فرانس پریس خبري اژانس هغې ته “تاریخي” ویلي دي. دا لیدنه څو ورځې وروسته له هغې ترسره کېږي چې واشنګټن د نوموړي نوم له تور لېست څخه لرې کړ.

دغه سفر د سوریې د سیاسي وضعیت د ډراماتیک بدلون تسلسل بلل کېږي، وروسته له هغې چې احمد الشرع په مشرۍ وسله والې ډلې په تېر ډسمبر میاشت کې د پخواني ولسمشر بشارالاسد حکومت نسکور کړ.

احمد الشرع له ولسمشر ټرمپ سره لومړی ځل د روان کال مې میاشت کې په عربستان کې لیدلي وو.

نوموړي نږدې موده مخکې په واشنګټن کې د نړیوال وجهي صندوق له عمومي مشرې سره هم خبرې کړې وې، څو د سوریې د بیا رغونې د ملاتړ لارې چارې وڅېړي، چې نړیوال بانک یې لګښت له ۲۱۶ میلیارده ډالرو زیات اټکل کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button