د سوډان جګړه؛ چټک غبرګون ځواکونه د پلازمینې څنډو ته رسېدلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰لړم، ۱۴۰۴ل)
د سوډان په پلازمینه خرطوم کې تر خونړیو جګړو وروسته راپورونه وایي، چې د “چټک غبرګون ځواکونه” د ښار څنډو ته رسېدلي دي.
د محلي سرچینو په وینا، د دغو ځواکونو پرمختګ له څو ورځنیو سختو نښتو وروسته شوی، چې پکې دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي دي.
د سوډان پوځ د هوايي بریدونو او توپچي ډزو له لارې هڅه کوي د چټک غبرګون ځواکونو پرمختګ ودروي؛ خو عیني شاهدان وایي، جګړه د ښار دروازو ته نږدې شوې ده.
د ویلو ده، چې د سوډان جګړه نږدې دوې کاله مخکې د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ د واک د ویش پر سر پیل شوې وه، چې تر اوسه پکې زرګونه کسان وژل شوي او میلیونونه نور بې ځایه شوي دي.



