یمن دفاع وزیر یوځل بیا سره سمندرګي کې اسرائیلو ته پر تلونکو بېړیو د بریدونو امر وکړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰لړم، ۱۴۰۴ل)

د یمن د ملي دفاع وزیر “جنرال محمد ناصر العاطفي” امر کړی، چې د سور سمندرګي په سیمه کې دې پر هغو بهرنیو بېړیو بریدونه وشي، چې د اسرائیلو د ملاتړ په توګه پېژندل کېږي.

العاطفي ویلي، د دغو بریدونو هدف دا دی چې یمن د دښمنانو پر وړاندې د فشار کچه لوړه کړي او د غزې د محاصرې د پای ته رسېدو لپاره جدي پیغام واستول شي.

هغه ټینګار کړی، که نړیوال ځواکونه د فلسطین د خلکو د وژنو مخه و نه نیسي، نو یمني ځواکونه حق لري، چې په سمندري لارو کې هر ډول پوځي اقدام ترسره کړي.

یاده دې وي، چې یمني ځواکونو له تېرو دوه کلونو راهیسې په سور سمندرګي کې پر هغو بېړیو بریدونه کړي، چې د صهیونیستي رژیم یا د هغو متحدینو پورې تړاو لري.

مربوطه مطالب

Back to top button