د سوډان جګړه؛ بانوسه ښار د چټک غبرګون ځواکونو نیولی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۴ل)

د سوډان په لوېدیځ دارفور ایالت کې بانوسه ښار د چټک غبرګون ځواکونو (RSF) له خوا نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې، د چټک غبرګون ځواکونو یوه ویاند ویلي، چې دوی له سخته جګړې وروسته وتوانېدل، چې دغه ستراتیژیک ښار له حکومتي پوځیانو ونیسي.

هغه ویلي، چې د بانوسه ښار د نیولو عملیاتو کې یې ګڼ شمېر دولتي سرتېري له منځه وړي، وسلې او مهمات یې هم نیولي دي.

چټک غبرګون ځواکونه وايي، چې د دوی جګړه به تر بریا پورې دوام لري او د خبرو احتمال نه شته.

بل‌ لور ته، د سوډاني پوځ چارواکو تر اوسه د بانوسه ښار د سقوط په اړه رسمي نظر نه‌ دی ورکړی؛ خو ځینې سرچینې وايي، چې پوځیان له ښار څخه وتلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سوډان جګړه د پلازمېنې خرطوم تر څنګ اوس نږدې په ټوله سوډان کې روانه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button