د دوحې له تړون څخه وروسته داسې انګېرل کېده چې له امريکايانو سره د مذاکراتو په نسبت به بين الافغاني مذاکرات تر ډېره اسانه، ژر پايله لرونکي او منونکي وي، خو تر تړون وروسته د سُستوالي پيل د طالب بنديانو د خلاصون پر مهال پيل شو، چې د کابل ادارې له خوا پنځه زره طالب بنديان په خورا سُستۍ سره پیل شول او ان تر شپږ اوو مياشتو يې دوام وکړ…
بيا له هغه وروسته د بين الافغاني مذاکراتو د پيل کېدو په تړاو هم په څو مياشتو کې د کابل ادارې پلاوی نه ټاکل کېده، د پلاوي له ټاکل کېدو وروسته په نظرياتي لحاظ د کابل پلاوي تر منځ اله ګوله وه، خو لنډه دا چې د پلاوي ټاکل او بيا دوحې ته تللو هم زیات وخت ونيو….
د کابل ادارې او طالبانو د پلاوو تر مخامخ کېدو وروسته بيا هم داسې ګومان کېده چې ښايي بين الافغاني مذاکرات ژر پايله لرونکي واوسي… خو هغسې نه شول لکه څنګه چې ګومان کېده بلکې تر څو چې مذاکرات مخته ځي، نو هغومره پېچلي کيږي.
دا هم کره خبره ده چې د افغانستان د څولېښت کلنې کشالې حل ښايي مياشتې او کلونه وخت ونيسي.
خو له مذاکراتو سره ځينې ګنګوسې ملې دي چې د خلکو په اذهانو کې شکونه راولاړوي…
يعنې خلک په شک کې غورځوي او د سولې په باب ناهيلي راټوکوي…
کله چې دا ځل خليلزاد د سولې د لا پياوړتيا لپاره نړيوالو او سيمه اييزو هېوادونو ته په سفر ووت نو ورسره سم د لنډمهالي حکومت طرحې د راوړلو اوازې هم خپرې شوې، چې د خلکو په اذهانو کې ځينو شکونه ايجاد کړل، داسې ويل کېدل چې خليلزاد ښايي له غني، د کابل ادارې له نورو مشرانو او ځينو نورو سوله اييزو اشخاصو سره ګوري تر څو د موقت حکومت په اړه د هغوی دریځ معلوم کړي او د ده د لنډمهالي حکومت د راوړې برنامې په تړاو ورسره مجلسونه وکړي…
د مؤقت حکومت دغې راوړې نامعلومې طرحې د زیاتو خلکو شکون راولاړ کړل او ان چې ځينو يې پر دغه طرحه رد هم وکړ، که څه هم د خليلزاد له لوري دغه ډول اوازو او ګنګوسو ته هيڅ ډول غبرګون نه دی ښودل شوی خو طالبانو، په کابل کې امریکايي سفير او ځينو نورو اشخاصو د لنډمهالي حکومت هوايي طرحه رد کړه او وې ويل چې افغانستان له لنډمهالي حکومت څخه ښې خاطرې نلري…
له دې سره سم د سولې د ځينو دښمنانو له لوري داسې تمې هم ښودل شوي چې ښايي د نظام اسکليټ هم دا وي خو يوازې طالبان او نور خلک به ټول د همدې نظام غړيتوب ومني او دهمدې نظام تر سیوري لاندې به باقي ژوند تېر کړي…
دا طرحه او دا دول خبرې خو ځکه بې ځايه دي چې طالبانو ته خپلې شل کلنې او ان د دوی مشرانو هغه قربانۍ چې در وسانو په مقابل کې يې ورکړې دي؛ مهمې دي. چې هغه په دغه ډول لاسته نشي راوړل کېدای.
دغه ګونګسې له ځانه سره دوه ډوله عواقب لري چې يو ډول يې د مذاکراتي بهير سُستوالی دی او په دې تړاو ځينو رسنيو راپورونه خپاره کړي چې ګواکې مذاکراتي بهير هغسې نه دی روان لکه څنګه چې يې تمه کېده.
بل ډول عواقب يې د سولې په باب شکونه راولاړول دي، چې په عامه اذهانو کې ښايي د سولې په باب شکونه راولاړ شي او خلک په روانه سوله بدګومانه شي.
د مذاکراتي بهير د سُستوالي او د سولې په باب دشکونو د راپيدا کېدو بل لامل د کابل ادارې د مذاکراتي پلاوي د غړو تر منځ د هماهنګي نه شتون دی چې دغه پلاوی نشي کولی چې يا د کابل ادراې او يا هم د نورو خواوو نمايده ګي وکړي، بلکې هر يوه خپلې شخصي ګټې غږوي، له کوم مستقل ادرسه نشي غږېدای، که وه غږېږي خو پر خبرو دعمل کولو واک او اختيار نلري.
د روان مذاکراتي بهير د سُستوالي بل لامل دا هم ښودل کيږي چې د بايډن د لوړې تر مراسمو يا د حکومتولۍ تر پيل پورې ښايي مذاکراتي بهير همداسې روان وي، کله چې د بايډن واکمني پيل شي نو هلته به بيا کتل کيږي چې امريکايان تړون ته څومره ژمن پاتې کېدای شي؟
خو اصل خبره دا ده چې طالبانو له امريکا سره تړون لاسليک کړی، د امريکا له کوم مشخص شخص سره. نو له دې امله د امریکا داخلي حالات، باندنی سياست، نړيوال ورپاته حيثيت او ځينې عوامل دا نه ايجابوي چې بېرته دې د جګړې لوري ته مخه کړي او تړون دې مات کړي.