افغان پلاوي د تاشکند نړیوال ترانسپورتي فورم په څنډه کې له اوزبیکستان، قزاقستان او اماراتو سره د ترانزیت پر اسانتیاوو خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۴ل)

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ افغان پلاوي د اوزبیکستان په تاشکند کې د ترانسپورت او لوجستیک نړیوال فورم کې ګډون کړی دی، هغه غونډه چې د نومبر له ۱۱مې تر ۱۳مې د ګڼو هېوادونو په ګډون ترسره شوې ده.

مسوولین وايي، افغان پلاوي د فورم په څنډه کې د اوزبیکستان، قزاقستان، متحده عربي اماراتو او د افغان–ترانس پروژې له استازو سره جلا لیدنې کړي دي.

په دې لیدنو کې د هرات–کندهار د اوسپنې پټلۍ د عملي کار پیل، د چین–افغانستان ترانزیت په بیو کې تخفیف او د افغان–ترانس پروژې د تخنیکي مطالعاتو پر پیل خبرې شوې دي.

همدارنګه ویل شوي چې د اوزبیکستان له لارې د توکو د لېږد رالېږد د اسانتیاوو، تخفیفونو او سوداګرو لپاره د سهولتونو په اړه هم بحث شوی او دواړو لورو د ترانزیتي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button