حماس: صهیونیستي اشغالګرو له اوربند ګڼې سرغړونې کړي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۴ل)

د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې صهیونیستي اشغالګرو له اوربند ګڼې سرغړونې کړې دي.

د حماس اعلامیه کې راغلي:، چې د اوربند د اعلان وروسته هم صهیونیستي پوځیانو د غزې پر بېلابېلو سیمو توغندي ویشتي، د خلکو پر کورونو یې چاپې وهلې او د غزې شمال ته د بېرته ستنېدونکو خلکو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.

په بیان کې راغلي، چې د صهیونیستي رژیم دا کړنې د اوربند ښکاره نقض ګڼل کېږي او دا ثابتوي، چې صهیونیستي ریژیم د سولې خبرو ته ژمن نه‌ دی.

حماس ټینګار کړی، چې دوی د فلسطیني ولس د ساتنې لپاره چمتو دي او که اشغالګر دا سرغړونې ونه‌ دروي، نو د مقاومت سخت غبرګون سره به مخ شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د منځګړو هېوادونو په هڅو څه موده وړاندې د مقاومت او صهیونیستي ريژیم ترمنځ یو مؤقت اوربند رامنځته شو او اوس د یو تلپاتې اوربند لپاره هڅې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button