کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۴ل)
د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي د خوراکي او غېر خوراکي توکو د بیو له ناڅاپي لوړوالي شکایت کوي.
د هغوی په وینا، د اوړو بوجۍ بیه له ۱۳۵۰ څخه ۱۶۷۰ افغانیو ته او د لس لیټره غوړیو بوشکه له ۹۰۰ څخه ۱۲۵۰ افغانیو ته رسېدلې ده، چې دا لوړوالی د خلکو پر اقتصادي وضعیت دروند فشار اچوي.
اوسېدونکي وايي، سره له دې چې د ډالر نرخ راټیټ شوی او د وارداتو لاره هم د پخوا په شان پر پاکستان نه ده او ياد توکي له نورو هېوادونو وارديږي، خو بیا هم بیې نه ټیټې کېږي او په ځینو ځایونو کې په خپله خوښه لوړيږی.
دوی له حکومته غواړي چې د بازار د څار او د بیو د کنټرول لپاره جدي اقدامات وکړي.
په همدې حال کې د خوست ولایت د نرخونو د کنټرول کمېسیون پرون د ښار په تڼیو لاین کې ۱۳ دوکانونه د بیې د لوړوالي او د وزن د کموالي له امله تړلي دي.
چارواکي وايي، یادو هټیو توکي له ټاکل شویو نرخنامو په لوړه بیه پلورل او د احتکار په ډول یې د خلکو حق تر پښو لاندې کاوه.















