کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۴ل)
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي، چې د روان ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې شاوخوا ۲۱ زره او ۸۷۰ ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي، چې د تېر کال په پرتله ۳۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
حقمل زیاته کړه، چې یاد صادرات د کرنې ریاست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې په همغږۍ او د افغان ملي سوداګرو په مالي ملاتړ ترسره شوي دي. د صادراتو لویه برخه ماليزیا، ازبکستان، روسیه او پاکستان ته لېږدول شوې ده.
د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۳ کال کې د کندهار څخه یوازې اووه زره ټنه انار بهر ته صادر شوي و، چې په روان کال کې د صادراتو کچه شاوخوا ۱۵ زره ټنه زیاته شوې ده، کوم چې د ولایت د کرنیزو تولیداتو په پراختیا کې د پام وړ پرمختګ ښيي.















