د دمشق د تېرې ورځې چاودنو کې ۵ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې، د سوریې پلازمېنه دمشق کې د تېرې ورځې د درې پرلپسې چاودنو له امله لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

ځايي سرچینې وايي، دغه چاودنې د ښار په یوه ګڼ مېشته سیمه کې رامنځته شوي، چې د خلکو د تګ‌راتګ پر مهال توغندي پرې ولګېدل. لا تر اوسه څرګنده نه‌ده چې دا بریدونه چا کړي؛ خو ځینې سرچینې یې د صهیونیستي اشغالګرو توغندویویي بریدونه ګڼي.

د پېښې ځای ته ژغورونکي او امنیتي ځواکونه رسېدلي، ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او سیمه کلابنده شوې ده.

د سوریې حکومت تر اوسه په رسمي ډول د پېښې په اړه څه نه‌ دي ویلي.

مربوطه مطالب

Back to top button