د اسرائيلي بمبارۍ له امله په خان يونس کې درې تنه فلسطينيان شهيدان شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۴ل)

د راپورونو له مخې ، په جنوبي غزه کې اسرائيلي ځواکونو تازه هوايي بریدونه کړي دي چې په پایله کې يې درې تنه فلسطينيان شهيدان شوي دي. د الجزيرې د معلوماتو له مخې، اسرائيلي چورلکو د رفح ښار په شمالي سيمو کې د «ژېړ کرښې» هاخوا بمبار کړی دی.

په عين حال کې د خان يونس د ناصر طبي مجمع مسوولين وايي، روغتون ته د درې تنو شهیدانو مړي ور وړل شوي چې د اسرائيلي پوځ د بریدونو قربانيان دي.

سرچينې زياتوي چې په دغو سيمو کې د بمباريو شدت د ملکيانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

اسرائيلي پوځ د بمباريو په تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو سیمه‌ییزې سرچینې ټينګار کوي چې په نښه شوې سيمې ټولې ملکي اوسېدونکي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button