غزه کې د جهادي ډلو ګډه اعلامیه: هېڅ بهرني ځواک ته د میشت کېدو اجازه نه ورکوو

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۴ل)

د غزې په تړانګه کې ټولو جهادي ډلو یوه ګډه اعلامیه خپره کړې او ټینګار یې کړی، چې هېڅ بهرني ځواک ته به د غزې خاورې ته د داخلېدو او میشت کېدو اجازه ورنه کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې که هر بهرنی ځواک تر هر نامه د غزې خاورې ته داخلېږي، دوی به یې د اشغالګر دوښمن په توګه وګڼي او پر وړاندې به یې وسله‌واله مبارزه پیل کړي.

جهادي ډلو زیاته کړې، چې د غزې اداره او ساتنه یوازې د فلسطیني ملت حق دی او د نړیوالو د سیاسي حل‌لارو تر نامه لاندې د بهرنیو ځواکونو استقرار هېڅ ډول مشروعیت نه لري.

دغې ګډې اعلامیې یو ځل بیا د مقاومت د دوام ژمنه تازه کړې او نړیوالو ته یې خبرداری ورکړی، چې د اشغال بله بڼه به هېڅ وخت ونه مني.

مربوطه مطالب

Back to top button