ټولګټو وزارت: په یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې له ۱۳۵ زرو ټنو ډېر توکي انتقال شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۴ل)

د ټولګټو وزارت وايي، په تېره يوه اوونۍ کې د هېواد د رېل پټلۍ له لارې ۱۳۵،۴۹۴ ټنه توکي وارد او صادر شوي زياتوي چې دا بهیر د عقرب له ۱۶مې تر ۲۲مې پورې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف–هرات بندرونو له لارې ترسره شوی دی.

د راپور له مخې، د حیرتان له لارې ۹۸،۵۲۵ ټنه، د آقینې له لارې ۱۲،۵۹۵ ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۱۵،۳۴۱ ټنه او د خواف–هرات لارې ۹،۰۳۳ ټنه توکي لېږدول شوي دي.

وزارت زیاتوي، چې په دې موده کې ۵۸۸ ټنه صادرات هم شوي چې ډېره برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

مربوطه مطالب

Back to top button