د خوړو نړېوال پروګرام: په ۲۰۲۶م کې به ۳۱۸ میلیونه کسان د بحران له کچې پورته لوږې سره مخ شي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۴ل)
د ملګرو ملتونو د خوړو نړېوال پروګرام وايي، په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۳۱۸ میلیونه انسانان د لوږي د «بحران» یا تر دې هم د سخت وضعیت سره مخ شي، چې دا شمېر د ۲۰۱۹ کال په پرتله له دوچنده ډېر دی.
د سازمان د خوړو امنیت او تغذیې د تحلیل مشر، جان مارتن باور، ویلي چې همدا اوس پروګرام یوازې د دغو خلکو سره یو په درېیمه برخه مرسته کولای شي، او نړۍ د سختې نړېوالې لوږي له کړکېچ سره مخ ده.
باور زیاته کړې، چې په ۲۰۲۵ کال کې په غزه او سوډان کې د هممهالو قحطیو، او له دې سره د بشري مرستو د نړیوال تمویل د کمېدو له امله، WFP اړ شوی چې یوازې تر ټولو ډېر محتاج کسانو ته لومړیتوب ورکړي. د ده په وینا، د سرچینو کمښت د دې لامل شوی چې میلیونونه نور کسان له مرستو بېبرخې پاتې شي.
د خوړو نړیوال پروګرام د اټکل له مخې وايي، نږدې ۱۴ میلیونه کسان به د خوړو د امنیت په نړیوال IPC طبقهبندۍ کې د «بحران» له درېیم پړاو څخه «بیړني» څلورم پړاو ته واوړي.
باور ویلي، همدا اوس شاوخوا ۴۰ میلیونه انسانان په دې تر ټولو خطرناک څلورم پړاو کې دي، او که تمویل زیات نشي، د لوږې ناورین به نور هم پراخ شي.



