حماس: د یاسر ابو شباب وژل د خیانت سزا وه، له اشغالګرو سره همکاري نه بښل کېږي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)
د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د یاسر ابو شباب د وژل کېدو په تړاو اعلامیه خپره کړې او ویلې یې دي، چې دا د هغو کسانو لپاره حتمي پای دی، چې له خپل ولس سره خیانت کوي.
په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې یاسر ابو شباب له صهیونیستي رژیم سره استخباراتي همکاري درلوده او همدا خيانت یې د وژنې سبب شو.
حماس زیاته کړې، چې د اسرائیلو له خوا پر خاینو عناصرو تکیه د دې رژیم کمزوري او د فلسطیني مقاومت پر وړاندې ناتواني ښيي.
سرچینې وایي، یاسر ابو شباب د پنجشنبې ماښام د رفح په ښار کې د هدفمند برید پر مهال ووژل شو.
حماس ټینګار کړی، چې د اشغالګرو پر ضد به مبارزه دوام لري او هغو کسانو ته به هېڅکله فرصت ورنکړي، چې دښمن ته د فلسطیني د ولس پر ضد کار وکړي.



