پاکستاني پوځي رژيم بیا اوربند مات کړی؛ سپین بولدک کې د دواړو خواو جګړه شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۴۰۴ل)

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې تېره شپه د پاکستاني پوځي رژيم له خوا يوځل بيا اوربند مات شوی او د افغان لوري پر پوستو یې ډزې پیل کړې دي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، افغان لوری د اوربند ټولو مادو ته ژمن و، خو د پاکستاني رژیم له غدر وروسته مجاهدین مجبور شول چې ځوابي برید وکړي.

ښاغلي مجاهد د اېکس په ټويټ کې ليکلي چې پاکستاني ځواکونو نن ماښام هم د افغانستان پر لوري بریدونه پیل کړي او افغان ځواکونه یې غبرګون ته اړ کړي دي.

د سیمه‌ييزو سرچينو په وینا، دواړو خواو له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی دی.

ځايي سرچینې وایي چې پاکستاني ملیشو د سپین بولدک په ملکي سیمو هاوانونه ویشتي او د ملکي خلکو پر کورونو یې بریدونه کړي چې د معلوماتو پر اساس، ګڼې کورنۍ د مرګ‌ژوبلې د وېري له امله له خپلو کورونو وتلو ته اړې شوې دي.

تر اوسه په نښته کې د مرګ ژوبله دقیق ارقام نه دي ورکړل شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button