د شهيد کور سره کراره ځمه، غلی ځمه

د جُمعې غزل
لطف الله خيرخوا
د شهيد کور سره کراره ځمه، غلی ځمه
لکه په ماته شان هېنداره ځمه، غلی ځمه
سهار تازه يمه له موره په خندا را وځم
ماښام چې مړاوی يم له کاره ځمه، غلی ځمه
دلته بايللی زړه د ماتې وعدې سر ته ژاړي
داسې چې زه کله په لاره ځمه، غلی ځمه
د ورتلو وخت کې مې تمام کلی ټپو ته غوږ وي
خو په ستَنَه کې چې له ياره ځمه، غلی ځمه
لکه غزل په ځان کې پټ يمه چا ونه ليدم
ورکه معنا يم بې اظهاره ځمه، غلی ځمه
غر کې په ژۍ باندې غرڅه غوندې په منډه تلمه
شوې موده چې په هواره ځمه، غلی ځمه
بل څه علاج د خبرلوڅې دنيا نه شته خيرخوا
چرته چې ځمه نو ناګاره ځمه، غلی ځمه



