د کونړ سیند څخه تر درونټې بند پورې د اوبو د رسولو پروژه تایید شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ قوس، ۱۴۰۴ل)
د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په ننۍ نوبتي غونډه کې له کونړ سیند څخه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې په مسیر د درونټې بند تر کاسې پورې د اوبو رسولو وړاندیز وړاندې شو او له هراړخیز بحث وروسته د تایید وړ بلل شوی.
د رياست الوزرا د اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې د دې پروژې په عملي کېدو سره به د ننګرهار ولایت د ګڼو کرنیزو ځمکو د اوبو د کمښت ستونزه هواره شي او کروندګر به د اوبو په رسولو کې مرسته ترلاسه کړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې، دا پروژه د سیمهییزو کرنیزو فعالیتونو د پراختیا لپاره مهمه بلل شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دغه وړاندیز د نهايي تصمیم نیونې لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شو.



