لغمان کې د ۵۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د يوه پُل جوړولو چارې پیل او يو روغتیایي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ قوس، ۱۴۰۴ل)

د لغمان ولایت مقام ویلي، چې د ولایت د مرکز اړوند زیارت کلي په ساحه کې د ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ۱۰۰ متره اوږد او ۹ مترو پلن پُل د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د مسوولینو په وینا، دغه پُل به د یوه کال په موده کې بشپړې شي او شاوخوا ۵۰ زره کورنیو ته به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ د سایګل سیمې فرعي روغتیایي مرکز نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

خبرپاڼه کې راغلي چې د ودانۍ جوړښت د لغمان عامې روغتیا ریاست په دوامدارو هڅو او د سیمې اوسېدونکو په مالي همکارۍ ترسره شوی، چې پنځه مجهزې خونې لري او شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button