د اسلامي امارت زعیم د دولتي ادارو د مسؤلینو لپاره په درې ورځني روزنیز سیمینار کې وینا وکړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۵ قوس، ۱۴۰۴ل)
د اسلامي امارت زعیم شيخ الحديث هبة اللّٰه اخندزاده د شهیدانو او معلولینو وزارت، د افغاني سرې میاشتې عمومي ریاست، د پېښو په وړاندې د مبارزې اداره، د زندانونو چارو اداره، د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند روزنتونونو، د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو د مخنیوي معینیت، د جهادي مدارسو او دارالایتامونو مسؤلینو لپاره په کندهار کې درې ورځنی اصلاحي او روزنیز سیمینار وکړ.
د اسلامي امارت د وياند مولوي ذبيح الله مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د وزارتونو لوړپوړي مسؤلین، د سترې محکمې معاونین، علماو او د اسلامي امارت نورو مشرانو هم ګډون کړی و.
د اسلامي امارت زعیم په خپلو څرګندونو کې د خلکو خدمت د اسلامي امارت اساسي مسؤولیت بللی او ویلي دي، چې اسلامي امارت د مسلمانانو د دین، عقیدې، امنیت او ټولنیزې هوساینې ساتنه کوي.
نوموړي د یتیمانو، کونډو، معلولینو، غریبانو، مهاجرینو او بېسرپرسته کورنیو د ملاتړ پر ارزښت ټینګار کړی او زیاته کړې ده، چې د اسلامي امارت فرمانونه د الله تعالی د دین پر بنسټ دي او د عبادت ترڅنګ د مخلوق پر وړاندې د رحم او شفقت لپاره صادرېږي.
نوموړي د زندانونو د اصلاح، د بندیانو د حقونو خوندیتوب، د دارالایتامونو او روزنتونونو د پیاوړتیا، د معتادینو د درملنې او حرفوي زدهکړو، او د سرې میاشتې د بشري مرستو ستاینه وکړه.
د وینا په پای کې یې مسؤلینو ته د اخلاص، عدالت، همکارۍ او د شریعت د تطبیق سپارښتنې کړي دي.



